ملا برادر ګاونډیو هېوادونو ته؛ افغانانو ته ستونزې مه جوړوئ، د ګټې پر ځای تاوان درته کوي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان ګاونډیان چې کومې ستونزې افغانانو ته جوړوي، د ګټې پر ځای به ورته تاوان ورسوي.

ملا برادر نن دا خبره د کابل - شانګهای دهلیز د پرانستې پر مهال وکړه.

ښاغلي بردار په دې ناسته کې د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی، چې د دوی له حکومت سره ښه تعامل ولري، او کومې ستونزې چې دا هېوادونه افغانانو ته جوړوي، د ګټې پر ځای به تاوان ورته ورسوي.

ملا برادر دا هم ویلي، د کډوالو ځپل او سپکول هیڅ افغان ته د منلو نه دي او ګاونډیان باید د راتلونکي فکر هم وکړي ځکه افغانستان به تل پر دې حال پاتې نه وي.

پاکستان په وروستیو کې په دې هیواد کې ټولو غیرقانوني افغانانو ته د نوامبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی، چې له دې هیواده ووځي کنه دوی به په زور وباسي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم تېره اونۍ په یوه خبري کنفراس کې ویلي، په ایران کې نباید غیرقانوني افغان کډوال ژوند وکړي.