د طالبانو حکومت: د هرات زلزلې ۲۰۵۳ تنه مړه او تر ۹ زرو زیات نور ټپیان کړي

یوه زلزله ځپلې سیمه

د طالبانو حکومت وايي، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله تر اوسه په ۱۳ کلیو کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان مړه شوي او په زرګونو، نور ټپيان دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت د وزارت ویاند، ملا جانان سایق نن په کابل کې په دې باب یوه کنفرانس ته وویل:

د دې پېښې له کبله تر اوسه د لومړنیو شمېرې له مخې له بده مرغه ۲۰۵۳ کسان شهیدان او ۹۲۴۰ کسان ټپیان شوي دي."

هغه زیاته کړې چې په دې زلزله کې۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي عبدالواحد ریان د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د ټپیانو شمېر خورا زیات دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد سیمې ته د ژغورنې د ۱۰ ټیمونو د لېږلو ادعا کړې او زیاتوي، د څښاک اوبه، خوراک، درمل او د کالیو په ګډون نور اړین توکي هلته استول شوي دي.

دا هم د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د هرات لپاره د طالبانو والي مولوي مولوي نور احمد اسلام جار په یوه ویډیویي پیغام کې، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړی، له زلزله ځپلو سره د خپلو سیمه ییزو ادارو او د طالبانو د دفاع وزارت د هوایي ځواک د پر وخت مرستې خبر ورکړی.

هغه په عین حال کې ویلي:

" زلزله ځپلي تر هر څه خوړو او درملو ته اړتیا لري، په دې برخه کې ورسره د عاجلو مرستو غوښتنه لرو. "
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ویلي، چې د روان کال په نړیوالو سیالیو کې خپل ټول عواید له زلزله ځپلو سره مرستې ته ځانګړې کوي او هم به له دوی سره د نورو مرستو د ټولولو لپاره اقدام وکړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم ویلي، چې په نړیوال جام کې د خپلو عوایدو یوه برخه به د هرات زلزله ځپلو سره مرستې ته ځانګړې کړي.
د امریکا د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې، د رېښتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې تر ډېره د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه او وروسته یې څو ټکانونه احساس شوي دي.

راپورونه وايي چې د زلزلې مرکز د هرات په شمال لوېدیځ کې و.