د طالبانو حکومت د برېښنا د شپږو لویو پروژو قراردادونه لاسلیک کړي

د دغو قراردادونو یوه برخه له ترکمنستان څخه د نورې برېښنا د واردولو په اړه ده

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د ۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا د شپږو لویو پروژو تړونونه یې لاسلیک کړي دي.

دې وزارت پرون پر ایکس شبکې لیکلي، چې د دې پروژو په تطبیق سره به له ترکمنستان څخه نوره زر میګاواټه بریښنا افغانستان ته وارده شي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د دې نویو قراردادونو د لاسلیک خبر داسې مهال ورکوي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د هېواد د ټولو قوانینو له ځنډېدو وروسته د قراردادونو د روڼتیا په اړه هېڅ راز معلومات نه شته او دا هم روښانه نه ده ،چې پروژې د کومو قوانینو په اساس قراردادیانو ته ورکول کېږي.