د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرسته لېږلې ده

د هرات زلزله ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

په داسې حال کې، چې د هېواد په جنوب لویدیځ کې د سختې زلزلې د تلفاتو او زیانونو ارزونه روانه ده، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي، چې د زلزلې د ټپیانو د علاج لپاره یې هرات ته دارو درمل او صحي تجهیزات لېږلي او دې ولایت زنده جان ولسوالۍ ته یې ۱۲ امبولانسونه استولي.

WHO پرون پر ایکس شبکې (پخواني ټویټر) خبر ورکړی، چې د دوی روغتیايي ډلې د تیارسۍ په حالت کې دي او د هرات د حوزوي روغتون له ډاکټرانو سره مرسته کوي.

له بلې خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت شارژدافیرې رافایلا یودیس بېګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، چې په سل ټنه دارو- درملو او روغتیايي تجهیزاتو بار یوه الوتکه پرون د کابل په هوايي ډګر کې کېناسته.

د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د پرونۍ سختې زلزلې له کبله لږترلږه ۳۲۰ تنه مړه او له شپږ سوه تنو زیات نور ټپیان شول.