په هرات کې د مرګونې زلزلې له کبله د مړو شمېر ۳۲۰ کسانو ته رسېدلی

په هرات کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو يو انځور

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د ملګرو ملتونو په حواله راپور وکړی چې د افغانستان په لوېديځ کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر
۳۲۰ کسانو ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې په هرات کې د طالبانو یو سیمه يیز چارواکي ویلي وو چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې ولایت کې زلزلې دېرش تنه وژلي دي.
خو په هرات کې د طالبانو د حکومت د پېښو سره د مبارزې ادارې ریيس موسی عشقري ویلي وو چې د مرګژوبلې شمېر په لوړېدو دي.

د نوموړي په وینا په هرات کې ۱۲ کلي ویجاړ شوي او تر شپږ سوو زیات کسان ټپیان شوې دي.

د امریکا د مځکپیژندنې د مرکز د معلوماتو په اساس د افغانستان په لوېديځ کې د شنبې د ورځې د زلزلې د شدت اندازه د ریښتر په کچه شپږ عشاریه دوه وه.

دې زلزلې د هرات په شاوخوا ولایتونو کې هم ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی چې د ریشتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د افغانستان لوېدیځ ولړزاوه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ویلي، داسې معلومات لري چې یو شمېر خلک لا هم تر خاورو لاندې اېسار پاتې دي.

د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا، دا زلزله نن د ورځې د یولسو بجو خواته وشوه چې شدت یې شپږ اعشاریه دوه ریښتر ته رسېده.

په راپور کې راغلي چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول.

پروسږ کال په پکتیکا او خوست کې د جون په میاشت کې د زلزلې له امله تر زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.