د هرات روغتیایي چارواکي: نننۍ زلزلې ۱۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان کړي

د هرات سیمه ییز روغتون

د هرات د حوزوي روغتون مسوولینو ویلي، چې د نن سهار د زلزلې له امله په دغه ولایت کې لږ ترلږه ۱۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان دي.

په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس محمد طالب شهید ای ایف پي خبري اژانس ته دغه ارقام وړاندې کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ویلي، داسې معلومات لري چې یو شمېر خلک لا هم تر خاورو لاندې اېسار پاتې دي.

د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا، دا زلزله نن د ورځې د یولسو بجو خواته وشوه چې شدت یې شپږ اعشاریه دوه ریښتر ته رسیده.

په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول.

پروسږکال په پکتیکا او خوست کې د جون په میاشت کې د زلزلې له امله تر زرو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.