د اسراییلو پوځ: پر غزې مو د حماس له توغندویي بریدونو وروسته بمباري پیل کړې

په غزه کې د اسراییلو د یوې پخوانۍ بمبارۍ تصویر

د اسراییل پوځ نن وویل چې په غزه کې یې د حماس ډلې پرضد وروسته تر دې بمباري پیل کړه، چې دې ډلې د اسراییل په لور توغندي وویشتل.

حماس نن سهار په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل، چې د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند وویل، چې په تل ابیب کې پر یوه کور توغندی لګیدلی دی، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسراییل په جنوب کې د یوې اویا کلنې ښځې د وژل کیدو خبر ورکړل شوی او په دې سیمه کې چارواکو له خلکو غوښتې دي، چې د خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي.

حماس په یوه بیان کې ویلي دي، چې تر پنځه زره ډير توغندي یې ویشتلي دي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تل ابیب ته تللی دی، چې له امنیتي چارواکو سره بیړنۍ غونډه وکړي.