نن د طالبانو د مخکیني رژیم او القاعدې خلاف د امریکا د عملیاتو ۲۲ مه کلیزه ده

تصویر له ارشیفه: د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمز فیلډ او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، چې د طالبانو د تېر رژیم له سقوط وروسته واکمن شو

نن د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د طالبانو د رژیم او القاعده شبکې پر ضد د عملیاتو د پیلیدو ورځ ده.

له ننه دوه ویشت کاله مخکې د اوږدمهاله ازادي په نوم عملیات د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو په ځواب کې پیل شول.

د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسې نیټې په حمله کې، چې مشري یې القاعده کوله په امریکا کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

هغه وخت د القاعده شبکې مشران د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې اوسیدل.

د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې جګړې نژدې شل کاله دوام وکړ.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې په دې جګړه کې دوه زره څلور سوه اته څلویښت امریکایي پوځیان ووژل شول، د افغانستان د حکومت شپږ شپيته زره پولیسو او عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په دې تقریبا شلو کلونو کې د طالبانو د وسله والو تلفات یو پنځوس زره یوسل او یو نوي ته رسیږي.