د ایران ۶۳ کلن بایسکل ځغلوونکی ننګرهار ته رسیدلی

د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت

درې شپیته کلن ایرانی بایسکل ځغلوونکی رحمت الله ازاد چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته یې په بایسکل سفرونه کړې دي، پرون ننګرهار ته ورسید.

دی تېره اونۍ د هرات له لارې تر کابله ولاړ او اوس غواړي، چې د ننګرهار له لارې پاکستان ته داخل شي او له هغه ځایه بیرته ایران ته ستون شي.

ازاد په جلال اباد کې افغان رسنیو ته وویل، چې د دې سفر هدف یې د ملتونو تر منځ د سولې د پیغام لیږدول دي.