له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه؛ ځینو نړیوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي

له پاکستانه کندهار ته تازه راغلي افغان کډوال.

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې پرون په پاکستان کې پر افغان کډوالو د ژوند د فضا تنګېدو په باب لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، په میلیونونو افغانان له لسیزو راهیسې په خپل هېواد کې د ناکراریو او وینې تویېدنې له کبله پاکستان ته اوښتي چې ځینې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

د لیکوال په وینا، په زرګونو نور افغانان وروسته له هغې پاکستان ته کډه شول چې څه باندې ۲ کاله مخکې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه.

د ډیپلومات په لیکنه، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د فشارونو له کبله د طالبانو حکومت هم عکس العمل ښودلی دی.

بل‌خوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی ویلي چې د دوی د کډوالو او قونسلي چارو ګډ کمېسیون د اسلام اباد د پولیسو له مشر سره کتلي او د کډوالو پر وړاندې یې د پولیسو له ناسم چلنده ورته شکایت کړی دی.

انډیا ټوډې:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې انډیا ټودې ته هم دا موضوع مهمه ښکاره شوې او د یوې لیکنې په پیل کې یې راغلي، پاکستان تېره پنجشنبه وویل چې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې د دوی فشارونه یوازې د یوه مشخص ملت د وګړو پر خلاف نه دي.

د پاکستان حکومت د نومبر تر لومړۍ نېټې هغو زرګونو پناه غوښتونکو ته چې افغانان هم په کې شامل دي او په پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري وخت ټاکلی چې له دغه هېواده ووځي، که نه له جبري اخراج یا هم د بند له سزا سره به مخامخ شي.

د انډیا ټوډې په لیکنه کې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندونو ته هم اشاره شوې چې تېره چهارشنبه یې په یوه اعلامیه کې ویلي: "په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی. باید پاکستانی لوری په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي."

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا ازادۍ راډیو ته ویلي، پرون جمعه او وړمه ورځ د اسلام اباد په دوو بېلابېلو سیمو کې مېشتو افغان کډوالو ته د کورونو د خاوندانو له‌خوا په لیکلي بڼه خبرداری ورکړل شوی چې ژر تر ژره باید له دغو کورونو کډه وکړي.

په هغو ویډیويي تصاویرو کې پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند تر سترګو کېږي، چې ګڼو فعالانو ورباندې بحثونه هم کړي دي.

د انډیا ټوډې په لیکنه کې د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بګټي په حواله لیکل شوي چې په پاکستان کې یې د غیرقانوني افغان کډوالو شمېر یو میلیونه او اوو لکه دېرش زره یاد کړی دی.

انډپنډنټ:

برتانوۍ ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو پر هغه ژمنه لیکنه خپره کړې، په افغانستان کې یې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره کړې ده.

طالبانو د تروریستي ګواښونو په وړاندې د چینايي وګړو د ساتلو ژمنه داسې وخت کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې نږدې شوي او نړیوالو څارونکو ورباندې اندېښنه ښودلې ده.

چین لومړنی هېواد و، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو یې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او تېره میاشت یې خپل نوی سفیر معرفي کړ، چې خپل باورلیک یې د طالبانو رییس الوزرا ته وسپاره.

چین د افغانستان پر طبیعي زېرمو پانګونې ته زیاته لېوالتیا ښودلې او په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره څو قراردادونه هم لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تېره چهارشنبه او پنجشنبه په چین کې د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم په درېیمه غونډه کې ګډون وکړ.