کرکټ؛ د افغان ابدالیانو لوبډله پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته

د افغانستان د الف لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د افغان ابدالیانو لوبډلې د چین په اسیايي سیالیو کې د پاکستان الف لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

په نیمه پایلوبه کې افغان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.

پاکستان د ۱۸ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۱۵ منډې یې وکړې.

مخکښ منډه جوړونکی یې عمیر یوسف و چې ۲۵ منډې یې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې فرید ملک ۳، قیس احمد او ظاهرخان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

که څه هم په توپوهنه کې افغان ابدالیانو هم ښه پیل نه درلود، خو په پیل کې د نورعلي ځدراڼ او په اخره کې د لوبډلمشر ګلبدین نایب اغېزناکې توپوهنې افغانستان پایلوبې ته ورساوه.

نورعلي ځدراڼ ۳۹ او ګلبدین نایب بیا ۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان به د اکټوبر په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ د هندوستان الف لوبډلې پر وړاندې پایلوبه ولوبوي.

د پایلوبې ګټونکې لوبډلې ته به د سرو زرو او بایلونکې لوبډلې ته به د سپینو زرو مډالونه ورکول کېږي.

تر دې دمه د چین په اسیايي سیالیو کې د افغانستان هېڅ ورزشي رشتې د سرو زرو مډال نه دی ګټلی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په دوه زره لسم او دوه زره څوارلسمو کلونو کې افغانستان د سپینو زرو مډالونه ګټلي وو.