د افغانستان او پاکستان د کرکټ الف لوبډلې نیمه پایلوبه کوي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې نن د اسیا د المپیک سیالیو په لړ کې نیمه پایلوبه کوي.

د اسیا د المپیک یا اسیايي سیالۍ د چین د هانګژو ښار په کوربه توب روانې دي.

د افغانستان د لوبډلې مشري ګلبدین نایب په غاړه لري.

افغان لوبډلې په اسیايي لوبو کې خپله لومړۍ سیالي له سریلانکا څخه وګټله.

د سریلانکا په وړاندې په کوارټرفاینل کې بري افغانستان ته چانس ورکړ چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

افغانستان تر دې مخکې هم په اسیايي سیالیو کې دوه وار په کرکټ لوبو کې د سپينو زرو مډال ګټلی دی.

د اسیا د المپیک سیالیو ته د افغانستان، پاکستان،هند،بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې د خپلو الف لوبډلو لوبغاړي استولي ځکه د ملي لوبډلې لوبغاړي دمګړی د هند په کوربه‌توب د کرکټ په نړیوال جام کې بوخت دي.