متقي: افغانستان دې د سیمې د اقتصادي نښلون په مرکز بدل شي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، اوس د دې وخت رارسېدلي چې د ده په خبره د افغانستان له امنیت او ثبات څخه په استفادې، دا هېواد د جګړو د میدان پر ځای د سیمې د اقتصادي نښلون په مرکز بدل شي.

متقي دغه څرګندونې په چین کې د ټرانس همالیا فورم ناستې ته په وینا کې کړي دي.

متقي د وینا په یوه برخه کې چې د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې چین د افغانستان مهم ګاونډی یاد کړ.

هغه ویلي: "د دې ترڅنګ چې چین زموږ ګاونډی دی او ډېرو برخو کې ګډې ګټې لرو، په ورته وخت کې چین د افغانستان یو ښه تجارتي شریک دی او زموږ واردات تر بل هر هېواد له چین څخه زیات دي. موږ ته مهمه ده چې له چین سره د تجارت او ټرانزیټ د لا ښه‌والي لپاره افغانستان او چین سره وصل شي."

هغه وویل، حکومت یې چمتو دی چې د چین په توافق او همکارۍ د واخان پر کوریدډر کار پیل شي.

چین د۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ورسره ښې اړیکې پاللې او تېره میاشت یې هم کابل ته خپل نوی سفیر واستاوه چې د طالبانو سرپرست حکومت یې رسمي او تود هرکلی وکړ.