د ښوونکو نړیواله ورځ؛ طالبانو له ښځینه ښوونکو پرته ونمانځله

له ارشیفه د یوې افغانې ښوونکې او څو زده کوونکو تصویر

د اکتوبر پنځمه د ښوونکي/معلم له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې ګڼو ښوونکو په تېره بیا ښځینه وو معلمینو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او له اقتصادي ستونزو کړېږي.

د طالبانو حکومت د ښوونکي د ورځې په مناسبت په کابل کې یوه غونډه هم نیولې ده.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل که امکانات تر لاسه کړي نو له ټولو مخکې به د ښوونکو امتیازات پورته کړي.