د امریکا یو شمېر سناتوران: سعودي سره امنیتي مرستو ته اندېښمن یوو

د متحده ایالاتو او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران - ارشیف

د امریکا د دیموکرات ګوند ۲۰ سناتورانو پرون د سعودي عربستان او اسراییل د اړیکو د عادي کېدو د امکان ملاتړ وکړ، خو د دې کار په وړاندې یې د امریکا له لوري سعودي ته د امنیتي مرستې په ورکولو اندېښنه ښکاره کړه.

دوی د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په یوه لیک کې ویلي، که ټاکل شوې وي چې د امریکا حکومت د سعودي او اسراییل د اړیکو د ښه کېدو په بدل کې د ریاض غوښتنې پوره کړي، دا موضوع د سپینې ماڼۍ په وړاندې د کانګریس مقاومت پارولی شي.

امریکايي چارواکو د سعودي عربستان او اسراییل د اړیکو د عادي کولو په خبرو کې له پرمختګ سره سره ویلي، چې هدف ته د رسیدو لپاره لا اوږده لاره په مخ کې ده.