د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره: د افغانانو د بشري حقونو او ثبات لپاره به مو ملاتړ دوام ولري

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره ، کرین ډیکر - تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر وایي، د افغانانو د بشري حقونو او ثبات لپاره یې د هېواد ملاتړ دوام مومي.

میرمن ډیکر پرون ماښام پر خپله ایکس پاڼه په افغانستان کې د یوه خیریه بنسټ د کارکونکي ټام سټیفاني د وژلو په مناسبت لیکلي، په افغانستان کې د دوی د ځواکونو قربانۍ به هېرې نه شي.

سټیفاني په ۲۰۰۷ کال کې په غزني کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د کرین ډیکر په خبره، ټام سټیفاني په غزني کې یوازې له بزګرو سره مرسته کوله چې له کروندو ډېر حاصلات واخلي.