طالب چارواکي: چمن دروازه کې پاکستاني ځواکونو درې افغانان ټپیان کړي

په کندهار کې له پاکستان سره د سپین بولدک - چمن دروازه - ارشیف

په کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکو د چمن په دروازه کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د درېیو افغانانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ پرون چهارشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټپیانو کې یو سپین ږیری او دوه ماشومان شامل دي.

تراوسه د ډزو انګیزه معلومه نه ده، خو د قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د چمن دروازه د تګ راتګ په مخ پرانیستې ده.

بل لورته د ازادي راډیو خبریال وایي، د چمن د هغې غاړې یوشمېر اوسیدونکو پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې د طالبانو د پوله ساتو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او د پاکستان د یوه سرتیري په ګډون دوه تنه ټپیان دي.

دا چې د پرونۍ پیښې پر مهال د طالبانو پوله ساتو ریښتیا هم ډزې کړي او که نه، تراوسه د طالبانو او پاکستان رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیره میاشت په تورخم بندر کې د طالبانو او پاکستاني لوري د ډزو د تبادلې له کبله شاوخوا یوه اونۍ دغه لاره بنده وه، چې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ خونې په وینا سوداګرو ته یې درې میلیونه ډالره زیان واړوه.