ریلییف ویب: ښايي د افغانستان اقتصاد ډېره وده ونه کړي

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

ریلییف ویب:

ریلییف ویب خپرونې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اقتصاد په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

دا خپرونه لیکي، داسې اټکل کېږي چې روان میلادي کال به د افغانستان اقتصاد ډېره وده ونه کړي.

په دې لیکنه کې د نړیوال بانک په وینا راغلي چې د طالبانو سخت دریځه تګلارې چې نجونه یې له زده کړو او ښځې له کاره منع کړي دي، د افغانستان اقتصادي وده پسې کمزورې کړې ده.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصاد په تړاو خپل راپور د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي چې اقتصادي رکود د افغانستان په ټولو برخو اغېزې کړي دي.

د دې راپور له مخې هغه خدمات چې د افغانستان پنځه څلوېښت په سلو کې ناخالص داخلي تولیدات تشکیلوي، پروسږ کال دېرش فیصده کم شول.

په دې راپور کې چې ریلییف ویب خپرونې یې مهم ټکي رااخیستې دي د کرنې په برخه کې چې د افغانستان شپږ دېرش په سلو کې کورني ناخالص تولید جوړوي په ۲۰۲۲م کال کې د خرابو اقلیمي شرایطو له امله شپږ اعشاریه شپږ فیصده کمبود و.

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم راغلي چې د صنعت په برخه کې پروسږ کال پنځه اعشاریه اووه فیصده کمبود رامنځته شوی دی ځکه چې د ښځو مربوط اکثر کارونه وځنډېدل.

ریلییف ویب د نړیوال بانک د مشر ملینډا ګوډ په وینا لیکي چې د افغانستان اقتصاد ماتېدونکی دی، ځکه چې دا هېواد ډېر زیات په بهرنیو مرستو ولاړ دی او خصوصي سکټور په‌کې کمزوری دی.

ګوډ وایي چې د افغانستان د اقتصاد د رغېدو لپاره باید د اساسي خدماتو په برخه کې پانګونه وشي، همداراز د اقلیمي ناخوالو د مخنیوي په برخه کې هڅې وشي او د دې ترڅنګ د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د رامنځته شویو تګلارو غم باید وخوړل شي.

مېل انلاین:

د راپورونو له مخې د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ګڼ افغانان اړ ایستي چې نورو هېوادونو ته کډوال شي.

په دې تړاو د لوېدیځ یوې خپرونې مېل انلاین په تاجکستان کې د کډوالو پر ژوند یو مطلب خپور کړی دی.

دا خپرونه لیکي چې تاجکستان د نولس سوه نویمو میلادي کلونو له نیمایي راپه‌دې خوا افغانان د کډوالو په توګه منلي، خو کله یې هم دغه کډوال نه دې پرې ایښي چې د تاجکستان په لویو او مهمو ښارونو کې ژوند وکړي.

مېل انلاین لیکي چې په دوشنبې کې چارواکي دا اندېښنه لري چې ښایي د طالبانو حکومت اخر د تاجکستان ثبات ګډوډ کړي.

خپرونه وړاندې څرګندوي چې تاجکستان له کلونو راهیسې پر طالبانو انتقاد کوي او د تاجکستان او افغانستان په سرحد کې بیا بیا نښتي هم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې 'یو این ایچ سي آر' په وینا شاوخوا لس زره افغانان په تاجکستان کې ژوند کوي.

مېل انلاین لیکي چې له افغان کډوالو سره په تاجکستان کې سمې مرستې نه کېږي او هلته د افغانستان سفارت چې لا هم د جمهوري نظام د وخت استازیتوب کوي له دې خلکو سره مرسته نه‌شي کولی.

خپرونې د تاجکستان د کورنیو چارو په وزارت کې د کډوالو د څانګې د مشر بای محمد رضازاده خبرې رااخیستي چې فرانس‌پرېس اژانس ته یې ویلي چې کډوال په تاجکستان کې د یوه تاجک تبعه په څېر له ټولو حقوقو برخمن دي، خو مېل انلاین لیکي چې اکثر افغان کډوال وایي چې دوی د میاشتې حتی هغه لس ډالره نه شي پیدا کولی چې خپل ماشوم ښوونځي ته ولېږي.