له پاکستانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو پرېکړې غبرګونونه پارولي

د سپین بولدک-چمن دروازې یوه څنډه

له پاکستانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو پرېکړې ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی دی.

وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په پاکستان کې ټولو غیرقانوني افغان کډوالو ته د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي.

د دې کمېشنري ویاند قیصر افریدي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل دوی د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي تر څو هغه افغانان چې په خپل هېواد کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی او نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري په اړه یې داسې یو میکانېزم رامنځته شي چې له مخې یې له دوی سره مرسته وشي.

افریدي وايي: "باید داسې یوه پالیسي جوړه شي چې له مخې یې د هغه کسانو ملاتړ وشي چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري. له دې ور ها خوا 'یو این ایچ سي آر' له ټولو هغو هېوادونو نه په کوم کې چې افغانان اوسېږي غوښتنه کړې چې باید دوی په زور خپل هېواد ته ونه لېږل شي. له پاکستانه هم موږ غوښتنه کوو دلته چې کوم افغان کډوال اوسېږي په دوی کې داسې کسان هم شته چې په خپل وطن کې یې ژوند ته خطر دی."

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان وضعیت د نه منلو وړ بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل ایکس شبکه په یو بیان کې ویلي: "پاکستانی لوری دې په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي."

ذبیح‌الله مجاهد ویلي تر کومه، چې افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه وځي باید دا هېواد یې په اړه زغم وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په پاکستان کې له یو میلیون د زیاتو مېشتو افغان کډوالو ته چې د دغه وزارت په وینا، د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خبرداری ورکړ چې د نومبر تر میاشتې له پاکستانه ووځي کنه دوی به یې په وړاندې د ویستلو چټک عملیات پیل کړي.

د دې وزارت سرپرست سرفراز بګټي تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، غیرقانوني افغان کډوال دې په دې هېواد کې خپل اخیستل شوي جایدادونه او کاروبارونه سره له اوسه وپلوري کنه د ده په خبره د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د دوی په نیول کېدلو سره به جایدوادونه هم ترې اخیستل کېږي.

نوموړي دغه شان وویل، کوم بهرنیان چې د پاکستان شناخت کارډونه یا پېژندپاڼې یې جوړې کړي او دوی پرې شک ولري نو د پاکستاني توب لپاره به یې 'ډي این اې' معاینه هم وشي.

بګټي تور پورې کړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په ډېری پېښو کې افغان وګړي ښکېل وي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ایکس شبکه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو او د دوی پر وړاندې په زور زیاتي اندېښنه ښودلې او په یو بیان کې یې ویلي، د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته لږ ترلږه څلور افغان کډوال په مرموز ډول وژل شوي دي.

پ اسلام اباد کې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان سفارت

په دې بیان کې چې تېره ورځ ناوخته د سفارت په ایکس شبکه خپور شو راغلي چې یاد څلور افغان کډوال د پولیسو له لوري تر نیولو او څه مودې لادرکۍ وروسته، جسدونه یې په روغتونونو او نورو ځایونو کې موندل شوي دي.

سفارت ویلي، په دې اړه یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی دی.

خو پاکستان تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه سفارت یو وار بیا له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې لا له وړاندې له ګڼو نورو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دي وايي، د پاکستان تازه پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي.

د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې مېشت افغان کډوال حسیب‌الله زیرک ازادي راډيو ته وویل: "دا حالت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی. موږ د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او پاکستاني حکومت نه غوښتنه کوو چې دلته د مېشتو افغان کډوال وضعیت درک کړي او روان وضعیت ودروي."

په پاکستان کې یو بل مېشت افغان کډوال احمد افغان ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه د نیولو کومه لړۍ چې پیل شوې دا ډېره په جدیت روانه ده، ان افغان کډوال له خپلو کورونو نه شي وتلی تر څو د کور لپاره توکي واخلي، نو دلته مېشت ټول افغان کډوال سخت اندېښمن دي او ان ډېری په رواني تکلیفونو اخته شوي دي."

د پاکستان پولیسو په وروستیو دوه اوونیو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغان کډوال نیولي چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د سفارت د بیان پر بنسټ ۴۸۵ یې قانوني اسناد هم لرل.

سفارت ویلي چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو نیول او ځورول په داسې حال کې روان دي چې پاکستاني چارواکو یې د مخنیوي ژمنه کړې وه.