اسیایي لوبې؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره وکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په چین کې د آسیايي لوبو په لړۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او د دې لوبو نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

په دې لوبه کې چې نن سهار ترسره شوه، د ابدالیانو لوبډلې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبغاړو په ۱۸،۳ اوورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.

خو د سریلانکا ټول لوبغاړي د شلم اوور په لومړي توپ وسوځېدل، په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۸ منډې یې کړې وې.

د هېواد ملي لوبډلې هم پرون د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا ملي لوبدلې ته ماتې ورکړه.

سریلانکا لومړی توپوهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

د باران له کبله د لوبې اوورونه ۴۲ ته کم شول او افغانستان ټاکال ۲۵۷ منډې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي.