پاکستان: اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

پاکستان کې یو شمېر نیول شوي افغان کدوال - ارشیف

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.

د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله راپور ورکړی، چې تېرو ورځو کې دغو سیمو کې تر اته سوو پورې افغانان نیول شوي دي.

که څه هم د پاکستان چارواکو ویلي چې نیول شویو افغانانو هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل، خو د پاکستان اردو ژبي سما تلویزیون ویلي چې ۴ سوه افغانان وروسته له هغه بیرته خوشې شوي چې معلومه شوه د اوسیدو کارډونه یې درلودل.

د پاکستان پولیسو ویلي د نیولو شویو افغانانو له ډلې نژدې ۴ سوه نور له دوی سره زنداني دي او هوډ لري، چې افغانستان ته یې ولیږي.

تر دې وړاندې د پاکستان په سند ایالت کې هم د کډوالو فعالانو د کډوالو په وړاندې د پولیسو د زورزیاتي خبر ورکړی و او په خبره یې هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد یې لرل.