اروپایي ټولنې ته پر ناقانونه لارو د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ورتګ زیات شوی

د ایران پر غیر قانوني لارو د روانو افغانو پناه غوښتونکو یو تصویر - ارشیف

د راپورونو له مخې، روان کال د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د هغو افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر زیات شوی چې بې سرپرسته دي او له غیرقانوني لارو دغې ټولنې ته ورغلي دي.

د ایروپین ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې، یوازې په جون میاشت کې په دې ټولنه کې له ۸۳ زرو زیات کسان رسماً د پناه اخیستونکو په توګه ثبت شوي، چې دا د مخکینۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

په دې ډله کې ۲۹۷۵ یې بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي، چې له سوریانو وروسته دوهمه لویه ډله یې افغانان دي.

د ایرو سټیټ په وینا، د دغو افغانانوشمېر۹۱۰ ته رسیږي.

د راپورله مخې له مخې، د روان کال له پیل راهیسي اروپایي ټولنې ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ لړۍ تېزه شوې چې افغانان یې لویه برخه جوړوي.

په جولای میاشت کې هم ټولټال ۷۷۷۵ افغانانو د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.

اکثره دغه افغانان، په تېره هغوی چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي، په ډېرو خطرناکو لارو د کډوالۍ دغه مزل وهي.