پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت تورخم او سپین بولدک کې د افغان کډوالو په ځورولو تورن کړ

تورخم کې پاکستان ته تلونکي یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت په تورخم او سپین بولدک کې د افغان کډوالو په ځورنې تورن کړی دی.

د دې غورځنګ غړو نن په ډنمارک کې د پاکستان سفارت مخې ته په یوه اعتراضيه لاریون کې د پاکستان پر حکومت تور پوري کړی، چې له تورخم او سپین بولدک څخه نیولې تر کراچي او اسلام اباد پورې افغان کډوال ځوروي، پیسې ترې اخلي او هغه کسان هم بندیانوي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

په هغه بیان کې چې د دې غورځنګ غړو ازادي راډيو ته رالیږلی، اعتراض کوونکو د پاکستان له پوځ څخه غوښتي چې د دې هېواد په زندانونو کې بندیان د پي ټي ایم غړي دې را خوشې کړي.

اعتراض کوونکو ادعا کړې، چې د پاکستان حکومت د پي ټي ایم پر غړو او مشرانو ناسمې قضیې درج کوي او د غورځنګ د کمزوري کولو او ختمولو هوډ لري.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د پي ټي ایم غړو د افغان کډوالو او په پاکستان کې له مېشتو پښتنو لږکیو سره د بشر ضد کړنو پر ضد د هاګ محکمې، د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته او په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې لاریونونه کړي دي او د دوی په خبره د لاریونونو او اعتراضونو دا لړۍ به دوام ولري.