د امریکا استازو جرګې د ځینو حکومتي ادارو د چارو دوام لپاره لنډمهاله لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې ودانۍ

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د لګښتونو یوه لنډمهاله لایحه تصویب کړه، چې د امریکا د حکومت ادارې د ۴۵ ورځو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړل شي.

له دې سره له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د نوي ملاتړ مخه ډب کېږي او د امریکا د حکومت ځینې برخې له تړل کېدو ساتل کېږي.

د ډیموکرات او جمهوریپال ګوندونو غړو په ګډه پرون ناوخته د دې لایحې ملاتړ وکړ او تر نیمې شپې مخکې د توشېح لپاره ولسمشر جو بایډن ته ولېږل شوه.

د استازو جرګې دا کار یوازې څو ساعته وړاندې تر دې وکړ، چې ټاکل شوې وه د بودجې نه منظورېدو له کبله د فډرال حکومت ځینې برخې وتړل شي او په میلیونونو مامورین او نظامي پرسونل یا وزګاره شي، یا هم له معاش پرته کار وکړي.

د استازو په جرګه کې د جمهوریپال ګوند د غړو ترمنځ د اوکراین د نور ملاتړ مخالفت په زیاتېدو دی.

د کانګرس مشرانو ژمنه کړې، چې پر دې موضوع به په راروانو اوونیو کې بیا سره جرګه کېږي.

ولسمشر بایډن د اوکراین لپاره د ۲۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د نورې مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، اوکراین ته د ۱۳۳ ملیارد ډالرو په ارزښت تسلیحاتي او بشري مرسته لېږلې ده.