پاکستان: د پنجاب د پولیسو پر یوه ماموریت برید کې یو پولیس وژل شوی او ۳ ټپیان دي

د پاکستان یو شمېر پولیس - ارشیف

پاکستاني چارواکي وايي، پاکستاني طالبانو نن سهار په پنجاب ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت په حمله کې یو پولیس افسر وژلی او درې نور ټپیان کړي دي.

د دوی په وینا، د سختو ډزو په نتیجه کې دوه تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

د تروریزم ضد پولیسو ویاند عمران نواز ویلي، په میانوالي ولسوالۍ کې د ډزو تر تبادلې وروسته سیمې ته اضافي ځواکونه ورسېدل او د پولیسو دغه تر ټولو لوی ماموریت یې کلابند کړ.

نواز وايي، تېره نیمه شپه په عیسی خېلو سیمه کې پر دې ماموریت له لسو نیولې تر دوولسو پورې حمله کوونکو حمله وکړه.

د ده په وینا، یو حمله کوونکی په ټپي حالت کې تښتېدلی او د دوی د موندلو عملیات روان دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د دې حملې مسوولیت منلی دی.