رینا امیري: د نېمایي افغانانو د حذف په صورت کې طالبان د افغانانو د ژوند بهتریدو ادعا نه شي کولای

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د دې په وینا له وَرته بې عدالتیو سره مخامخ دي.

مېرمن امیري تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، په داسې حال کې چې د افغانستان نیمايي نفوس حذف کېږي او د ډار یا هم جبر کلتور حاکم وي، طالبان دا ادعا نه شي کولای چې د افغانانو ژوند بهتره شوی دی.

د ښځو د خودجوشه حرکت غړو ویلي، چې طالبانو د دوی یوه غړې ژولیا پارسي او د هغې زوی تېره چهارشنبه په کابل کې ونیول.

ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د وږي یا سنبلې پر ۲۸مه (د سپټمبر ۱۹مه) په کابل کې نیول شوي دي.

ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.