هند کې افغان سفارت: د هند د نه همکارۍ له امله مو فعالیتونه ودرول

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت وداني - ارشیف

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سر له نن څخه د خپلو ورځنیو فعالیتونو د بندولو د پرېکړې خبر ورکړی دی.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې دا پرېکړه د ډېر خپګان وړ ده، خو د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي اړیکو او اوږدمهاله ملګرتیا ته په پام کې نیولو سره تر غور وروسته شوې ده.

په اعلامیه کې ځینو ټکو ته هم اشاره شوې، چې د سفارت د بندېدو اصلي دلایل ګڼل شوي، یو یو د کوربه هېواد د ملاتړ نشتوالی، بل له دې سفارت نه تر حد زیات توقعات او بل هم د پرسونل او سرچینو کموالی.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ویلي، د سفارت ټول ملکیتونه او تاسیسات به د کوربه هېواد محافظتي واک ته سپارل کېږي.

سفارت د ډیپلوماتیکو کارکوونکو ترمنځ د داخلي شخړې او اختلاف اوازې رد کړې دي.

تېره جمعه د هند رسنیو د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په هند کې د افغانستان د سفارت ټول فعالیتونه وروسته له هغې وځنډول شول، چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی او نور عالي رتبه ډیپلوماتان اروپا یا هم د امریکا متحدو ایالتونو ته د پناه اخیستو لپاره له هنده ووتل.

د هند په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.