د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هند د بلوچستان په وروستۍ پېښه کې په لاس لرلو تورن کړ

د بلوچستان د وروستۍ پېښې یو شمېر قربانیان

د پاکستان د کورنیوچارو وزیر سرفراز بوګټي وايي د هند د استخباراتي ادارې یا را RAWاجنټان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار ته نژدې په مستونګ سیمه کې د جمعې ورځې د خونړۍ چاودنې عاملان دي.

ښاغلي بوګټي دا څرګندونې پرون په کوټه کې خبریالانو ته وکړې.

هغه د خپلې دې ادعا اړوند شواهد ښکاره نه کړل، خو پاکستاني پولیسو پرون راپور ورکړ چې د دې برید په اړه یې تحقیقات پیل کړي او د ځان وژونکي بریدګر د ډي ان اې نښې یې د څېړنو لپاره استولې دي.

په همدې حال کې د دې برید د مړو شمېر پرون لږترلږه ۵۹ ته لوړ شو.

په دې ځانمرګي برید کې چې د میلادالنبي په مناسبت د جوړو شویو مراسمو پرمهال وشو لسګونه نور کسان هم ټپیان شوي دي.