په کابل کې د ایران سفارت: د طالبانو یو پلاوی په ایران کې د اسلامي پیوستون نړیوال کنفرانس ته ورغلی

په کابل کې د ایران سفارت، تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ایران سفارت د اسلامي پیوستون په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي د ګډون خبر ورکړی.

د ایران مهر خبري آژانس د ایران د سفارت په حواله دا خبر ورکړی ،خو په خبر کې نه دي ویل شوي چې د طالبانو په پلاوي کې کوم چارواکي شامل دي.

خبر زیاتوي، چې دا غونډه نن پېلېږي او د سه شنبې ترورځې دوام کوي.

د مهر د خبر له مخې، د اسلامي پیوستون په ۳۷ نړیوال کنفرانس کې د فرانسې، سوریې، لبنان، مصر، مالیزیا، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو سني او شیعه دیني عالمان راټولېږي او هدف یې د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کول، د دیني عالمانو او عصري پوهانو نژدې کول او د اسلامي نړۍ د ستونزو هوارولو ته د حللارو موندل دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه چې د تهران کنفرانس ته یې د کومې کچې چارواکي لېږلي دي، رسما څه نه دي ویلي.