رینا امیري: نړیوال د افغان ښځو او نجونو ملاتړته دوام ورکوي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې یو وار بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د نړیوالو ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

رینا امیري وايي، چې په وروستیو کې د هغې او د هغو هېوادونو د استازو ترمنځ چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، موافقه وشوه، چې د افغانستان د ملاتړ لپاره نړیوال پیوستون دوام وکړي او په افغانستان کې دننه د ډیبلوماتیکو او څرګندو هڅو له لارې د ښځو او نجونو ملاتړ دوام ومومي.

رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دغه کتنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اته اویایمې غونډې په څنډه کې شوې دي.

هغې لیکلي، چې افغان ښځې دې د افغانستان په اړه په ټولو غونډو کې؛ په ځانګړي ډول چې طالبان په کې برخه ولري، حضور ومومي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي، چې تر اوسه یې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، دغه راز یې ښځې او نجونې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړې دي.

طالبانو په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړی او تفریحي پارکونو یا هم عمومي حمامونو ته یې د ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.

طالبانو په وروستي مورد کې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.