یو شمېر معلولیت لرونکي ورزشکاران: د پار المپیک ریاست مو ستونزو ته پام نه کوي

یو معلول افغان ورزشکار- تصویر له ارشیفه

یو شمېر معلول افغان ورزشکاران چې ځانونه د پارالمپيک په بېلابېلو څانګو کې د ملي لوبډلو فعال غړي معرفي کوي، شکايت کوي چې د دې رياست مسوولين يې وړتياوې له پامه غورځوي او ستونزو ته يې پاملرنه نه کوي.

د پارالمپیک د لامبو وهلو د ملي لوبډلې یو ورزشکار چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله يې په راپور کې نوم ياد شي، د خپلو ستونزو په اړه آزادۍ راډيو ته وویل:

"د معلولينو ورزش اوس بېخي په ټپه ولاړ دى، د تمرين زمينه نه ده برابره، زه خپله د ملى لوبډلې لامبوزن يم، خو تراوسه موږ تههېڅ داسې یو ځاى چې هلته د اوبو حوض وي نه دی ښودل شوى چې هلته خپل تمرینات وکړو،موږ باید په اونۍ کې دوه درې ځل تمرین وکړو، تر اوسه مونږ ته د سيالیو لپاره هم نه دي ويل شوي چې سيالیو ته ځانونه تیار کړو، او یا هم تمرینات وکړو."

د ټیبل ټینس یو معلول لوبغاړی، چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د بدني روزنې او پارالمپیک ریاست د مسوولینو د نه پاملرنې په اړه نیوکې کوي.

هغه وایي:

"دوه کاله کېږي چې مونږ ته عصريه نه ده راکړل شوې مونږ ته يې د مياشتې زر افغانۍ راکولې، راته ويل شوي و چې بايد پاسپورټ ولرو تر څو د چين دالمپيک په اسیايي سیالیو کې برخه واخلو په شخصي لګښت مو پاسپورټ واخيست ټاکل شوې وه چې قرنطین شو، خو د بدنې روزنې او پارالمپیک ریاست له لوري چین ته زموږ د تګ لګښت رانکړل شو، زموږ غوښتنه داده چې د روغو او معلولو انسانانو تر منځ بايد توپپر و نشي، معلولينو ته هم بايد د روغو کسانو په څېر پاملرنه وشي."

دوی وايي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې بهر ته ولاړ شي، خو د پارالمپیک له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزو ته د حل لار وموموي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې وداني - تصویر له ارشیفه

په همدې حال کې د پارالمپيک لوبو تخنيکي مرستيال محمد نظر عزيزي د معلولو ورزشکارانو د ادعاوو په اړه وويل:

"تر اوسه له ۵۰ څخه زیات فدراسیونونه شتون لري، چې هیڅ یوه یې هم عصريه نه ده ترلاسه کړې. لامبو وهلو په برخه کې، موږ د دوی ستونزې منو، ځکه چې موږ د لامبو وهلو حوض نه لرو. په نورو برخو کې، د دوی ادعاوې ناسمې دي ځکه هلته نوررې اسانتياوې لکه والیبال، لوبعالي د فوټسال او د وزن پورته کولو لوبغالي لرو، خو دوی پخپله تمرین نه کوي."

ښاغلي عزیزي زياته کړه چې چين هغو کسانو ته اجازه ورکړې چې ريکارډ ولري او په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي او هغوى چې په خپلو ورزشي څانګو کې ريکارډ نه لري اجازه نه ورکوي په لوبو کې ګډون وکړي.

خو د پارالمپيک يو شمېر پخواني چارواکي د پارالمپيک لوبو په مديريت نيوکه کوي او وايي، چې معلولو ورزشکارانو ته اړينه پاملرنه نه کېږي.

د افغانستان د پارالمپیک پخواني رئیس عبدالحسین حصاري ازادي راډیو ته وویل:

"اصلا ستونزه دا ده چې د دوى مديريت ډېر کمزورى اوغير مسلکي دى بل دا چې د لوبغاړو له حرکاتو او خصوصیاتو نه بې خبره دي، ویلای شو چې پارالمپیک په اوس وخت کې له منځه تللی دی، او لوبغاړي په بشپړ ډول له دې حالته ستړي دي. "

د پارالمپیک څانګې یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي، چې د معلولو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره باید د دوی وړتیاوو ته پاملرنه وشي، د هغوى د هڅونې لپاره د پوهاوي په بېلابېلو څانګو کې ورته سیمینارونه برابر شي، څو د دوی ستونزې هوارې شي.

معلول ورزشکار لوبغاړي په داسې حال کې د خپلو ستونزو په اړه شکایت کوي، چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د نجونو په ګډون دبېلابېلو بر خو یو شمېر ورزشکاران له افغانستانه وتلي او اوس په نورو هېوادونو کې په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه په زده کړو بوخت دي.