محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه

د نجونو، ښځو او بشري حقونو افغانه فعاله، محبوبه سراج

د نجونو، ښځو او بشري حقونو افغانې فعالې محبوبه سراج د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ"Peace Research Institute Oslo" (PRIO) د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې د نوماندې په توګه وروستي نوم‌لړ ته لار موندلې ده.

دې انسټيټيوټ پرون د جمعې په ورځ په خپله ویب‌پاڼه د ۲۰۲۳ کال لپاره د سولې نوبل جایزې لپاره خپل لنډ نوم‌لړ اعلان کړی چې د بشري حقونو فعالان یې په سر کې دي.

د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا، زده‌کړو، له فساد سره د مبارزې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یوه اتله بللې او ویلي، هغه له ۲۶ کاله جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ستنه شوه او اوس په کابل کې مېشته ده.

له اغلې محبوبه سراج سره د ایران د بشري حقونو فعاله او خبریاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته نومول شوې.

د اوسلو د سولې څېړنيز انسټيټيوټ زیاتوي، اغلې محمدي په ایران کې د ښځو د حقونو او د اعدام د سزا د ختمولو لپاره کمپاین کړی دی.

د سولې د نوبل جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې له‌خوا هغو اشخاصو یا سازمانونو ته ورکول کېږي، چې د سولې او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې هڅې کړې وي.