رینا امیري: نړۍ باور لري، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه افغانستان ته ویجاړوونکي دي

له یو شمېر معترضو ښځو سره د طالبانو تاوتریخوالی - ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هېوادونو اکثریت مشران په دې موافق وو، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر او د دې هېواد لپاره ویجاړونکي دي.

هغې نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دوی هوکړه کړې چې د افغانستان په ملاتړ نړیواله همغږي وساتل شي او تر خوا یې د ډیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

اغلې امیري زیاته کړې، په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره شاید لارې توپیر ولري، خو نوموړې د بشري حقونو د اوسني وضعیت د ښه‌‌والي لپاره په مدني لارو چارو او زغم ټینګار کړی.

هغې دا هم لیکلي، چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې باید د افغانستان په اړه بحثونو کې ونډه ولري، هغه هم داسې مهال چې طالبان په دې غونډو کې ګډون ولري.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې له افغانانو په ځانګړي توګه له نجونو او ښځو د ملاتړ د اعلامیو په پایله کې هغوی زده‌کړو، کار او ټولو هغو سرچینو ته لاس‌رسی پیدا کړي چې د طالبانو د ځپونکو او افراطي اقداماتو په برخه کې د هغوی له مبارزې سره مطابقت ولري.

د طالبانو حکومت تر اوسه د اغلې امیري د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.