هندي رسنۍ: د افغان سفارت له تړل کیدو سره د ممبیي او حیدراباد کونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - ارشیف

هندي رسنۍ وايي، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان وروسته د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د دغه هېواد کونسلګریو ویلي چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.

د "هندو" ورځپاڼې په ګډون د ګڼو رسنیو په حواله، په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردک هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په هند کې به د افغانستان ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړل شي.

په ورته وخت کې د «وایر» په نوم یوې بلې هندي رسنۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي له خولې ویلي، چې د سفارت ټول کارونه به نن (سپتمبر ۳۰) ودرول شي.

تر دې مخکې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت دننه یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته د یوه مکتوب د کاپي په استولو سره تایید کړې وه، چې د دغه ډیپلوماټیک ځای د ځنډولو پرېکړه د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې ده.

د هند په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو طالب چارواکي د پاکستان، ایران، چین او ترکمنستان په ګډون په څو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې حضور لري.