پاکستان کې بېلابېلې پېښې؛ د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان او د مړو د زیاتیدو اندېښنه ښودل شوې

د پاکستان د یوې نننۍ پېښې قربانیان

د بلوچستان په مستونګ کې تر خونړۍ چاودنې وروسته د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، د کوټې په روغتونونو کې اضطراري حالت اعلان شوی او د مرګ ژوبلې شمېر په زیاتېدو دی.

هغه د چاودنې د څرنګوالي په باب څه نه دي ویلي، خو د فرانسې خبري اژانس د چارواکو په وینا راپور ورکړی، چې یوه ځانمرګي بریدګر په مستونګ کې د میلادالنبي د درناوي مراسم په نښه کړي دي.

په مستونګ کې یوه روغتیايي چارواکي ډاکټر رشید محمدزي ویلي په دې چاودنه کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ زیات دی او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

مستونګ د بلوچستان د مرکز کوټې په ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.

تر اوسه چا د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

تحریک طالبان پاکستان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې چاودنه کې دوی لاس نه لري.

د بلوچستان نننۍ پېښه

بلخوا چارواکي وايي، چې له هنګو څوسوه کیلومتره لیرې د خیبرپښتونخوا په هنګو کې یوې بلې چاودنې هم څو کسان ووژل.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، دا یو ځانمرګی برید و، چې له کبله یې د جومات چت نړېدلی او څلور کسان وژل شوي دي.

ویل شوي، چې دغه جومات د پولیسو د ماموریت د ودانۍ یوه برخه وه.

د پولیسو د محلي ادارې مشر شاه راز د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، په دې پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ډېری لمونځ کوونکي د پولیس او د پولیسو چارواکي وو.

د دې پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.

په بله پېښه کې د پاکستان پوځ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د بلوچستان ایالت په ږوب کې د افغانستان له خاورې په توغول شوي توغندي څلور سرتېري وژل شوي دي.

پوځ ویلي پېښه پرون ماښام د ږوب په سمبازه کې شوې ده او په هغې کې یې تحریک طالبان پاکستان په لاس لرلو تورن کړي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په ځوابي ډزو کې ۳ تنه وسلوال هم وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې باب تبصره نه ده کړې.

په وروستیو کې په بلوچستان کې دا ډول چاودنې او نور بریدونه زیات شوي دي. وانه میاشت په مستونګ کې په یوه بل بمي برید کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.