متقي: هېوادونه دې زموږ د حکومتولۍ په باب نیوکې نه کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي - تصویر له ارشیفه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي د نړۍ هېوادونه دې د طالبانو د حکومتولۍ په باب انتقاد نه کوي.

امیر خان متقي د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته دا خبره وکړه.

نوموړي وویل:

"موږ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پر ځای د افغانستان له اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي."

متقي دا خبرې داسې وخت کوي، چې د روسیې په ګډون د نړۍ هېوادونه له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه لري.

د مسکو فارمټ په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د یوشمېر هېوادونو ځانګړي استازي برخه لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر تشکیل، د ټروریزم په وړاندې پر مبارزه او د نشه يي موادو اړوندو جرمونو باندې خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی درې ورځې وړاندې مسکو ته رسیدلی دی.

د مسکو فارمټ دا تازه غونډه داسې مهال جوړیږي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه افغانستان کې د بشري وضعیت او د طالبانو د حکومت د ځینو تګلارو په اړه اندېښمن دي.