د غور طالب چارواکي: د نشه یي توکیو ۱۹ کارخانې مو ویجاړې کړي

د افغانستان په نقشه کې غور ولایت

په غور کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي د نشه یي توکو د تولید د ۱۹ کارخونو د ویجاړولو خبر ورکوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د غور د امنیه قومندانۍ د ویاند عبدالرحمان بدري په حواله ویلي، چې دغه کارخونې په دولت یار، تولک، دولینه، لعل و سرجنګل، پسابند او مرغاب ولسوالیو کې له منځه وړل شوي دي.

نوموړي پرون پنجشنبه ویلي، چې په دې تړاو ۷ تنه نیول شوي هم دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په تېره حمل میاشت کې د یوه فرمان له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله او د نشه یي توکو تولید منع اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې په دوو لسیزو کې مخدره مواد د طالبانو د عاید یوه لویه سرچینه وه.