د خوړو نړیوال پروګرام: بودیجه کمه ده، یوازې ۳ میلیونه افغان اړمنو ته مرستې برابرولی شوو

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو یوه څنده - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو.ایف.پي وایي، د بودیجې د شدید کموالي له کبله اوسمهال یوازې درې میلیونه اړمن افغانان د دوی مرستې ترلاسه کوي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې په اګست میاشته کې دوی شپږ میلیونه بې وزله افغانانو ته د خوراکي موادو او نقدو پیسو مرسته وېشلې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو.ایف.پي په دې وروستیو کې په ځلونو ځلونو د بودیجې د کموالي او د ناوړه عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي، راتلونکي ژمي کې د پنځلس میلیونه بې وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالره مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو پورته دی.