د ازبکستان په پلازمېنې کې له درنې چاودنې وروسته اور لګېدلی

چاودنه نن سهار د سپټمبر ۲۸مه په یوه زېرمتون یا ګدام کې شوې او په ټول تاشکند یې لړزې حس شوي.

د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې له یوې درنې چاودنې وروسته اور لګېدلی، چې له امله یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د لومړنیو راپورونو په اساس لږ تر لږ یو کس وژل شوی او ۱۶۰ نور ټپیان دي.

چاودنه نن سهار د سپټمبر ۲۸مه په یوه زېرمتون یا ګدام کې شوې او په ټول تاشکند یې لړزې حس شوي.

په ټولیزه توګه د اور وژنې ۱۶ واحدونه د اور سره د مقابلې او بېړنیو حالاتو ته د ځواب ویلو لپاره توظیف شوي.

د دغې پېښې ۲۴ تنه قربانیان په سیمه‌ییزو روغتونونو کې تر ځانګړې او جدي پاملرنې لاندې دي.

چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، مګر د ګدام دقیق محتويات، چې د 'انټرلوجیسټیک' په نوم د یوه شرکت دی، نه دي په ډاګه شوي.