کاناډا په پاکستان کې له سېلاب ځپلو افغان کډوالو سره ۱۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

ارشیف: پاکستان کې یوه سېلاب ځپلې سیمه

د کاناډا حکومت په پاکستان کې له هغو افغان کډوالو سره د مرستو خبر ورکوي چې د تېر کال سېلابونو زیانمن کړي دي.

د کاناډا د حکومت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا د وزیر احمد حسین په حواله راغلي چې دوی پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دوو پروژو په چوکاټ کې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.

وړاندې راغلي چې لس میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او څلور میلیونه نور د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د افغان کډوالو پر اړتیاو لګول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

له دې ډلې شاوخوا شپږ سوه زره یې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.