ستورمزلي'فرانک روبیو' تر نورو امریکایانو اوږدمهاله ماموریت ترسره کړ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روبیو او دوو روسي ستورمزلو فضایي بېړۍ په نړیوال فضایي سټېشن کې تر څه باندې یوه کال ماموریت وروسته پرون چهارشنبه په قزاقستان کې ځمکې ته راښکته شوه.

فرانک روبیو لومړنی امریکایي ستورمزلی شو چې فضا یې کې یې تر نورو امریکایانو اوږدمهاله ماموریت ترسره کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روبیو او دوو روسي ستورمزلو فضایي بېړۍ په نړیوال فضایي سټېشن کې تر څه باندې یوه کال ماموریت وروسته پرون چهارشنبه په قزاقستان کې ځمکې ته راښکته شوه.

له نړیوال فضایي سټېشن نه ځمکې ته د دغو ستورمزلو د فضایي بېړۍ سفر شاوخوا درې نیم ساعته وخت نیولی دی.

ځمکې ته د دغو ستورمزلو بېرته راتګ د هغوی د فضایي بېړۍ د لیک کېدو او هغوی ته د نوې بېړۍ د استولو له کبله شپږ میاشتې وځنډېد او فضایي سټېشن کې ۳۷۱ ورځې تېرې کړې.