مجاهد: د امنیت شورا غونډه کې باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو بحث شوی وای

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه

د طالبانو ویاند وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په کار وه چې د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه بحث شوی وای.

ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې نن لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحثونو کې پر یو دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو، د ښځو تعلیم او کار باندې خبرې وشوې.

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې په کار وه چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د تور لېست په ختمېدو، د بندیزونو په لرې کېدو، د افغانستان د پیسو په ازادېدو او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوعاتو باندې بحث شوی وای او حل لارې لټول شوي وای.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د عمومي منشي ځانګړې استازي روزا اوتنبایووا د سې شنبې په ورځ په امنیت شورا کې وویل چې له طالبانو سره د نظر لوی ا ختلاف لا هم په خپل ځای دی او له دوی سره تعامل په مثبت لورې روان نه دی.