په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې

نصیراحمد فایق د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام له وخت راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشري په غاړه لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې پر مهال د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي چې نصیراحمد فایق د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.

اکرم وروسته تر هغه دا خبرې وکړې چې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق پاکستان د افغانستان د روانو ناخوالو مسوول وباله او ویې ویل چې تل یې دوه ګونی چلند کړی دی.

فایق زیاته کړه چې پاکستان له یوې خوا ځان د ترهګرۍ قرباني بولي او له بلې خوا د ترهګرو ملاتړ او لابي ګري کوي.

د پاکستان استازي منیر اکرم د نصیراحمد فایق د دې څرګندونو په غبرګون زیاته کړه چې فایق د ده په خبره د افغانانو استازیتوب نه شي کولای ځکه حکومت، خلک او اعتبار نه لري.

نصیراحمد فایق د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام له وخت راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشري په غاړه لري.

ملګرو ملتونو د هغه د کار دوام ته اجازه ورکړې او د طالبانو له خوا دغه سازمان ته معرفي شوی استازی یې نه دی منلی.

د فایق او اکرم تر منځ دې لانجمنو خبرو په خواله رسنیو هم د ځينو افغان فعالانو غبرګونونه پارولي او د اکرم خبرې یې د افغانستان د خلکو سپکاوی بللی دی.