اوتنبایووا: په افغانستان کې د بشري مرستو چارې ډېرې ټکنۍ شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره وايي، د بودیجې د کموالي له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو چارې ډېرې ټکنۍ شوي دي.

روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سې شنبې غونډې ته چې د افغانستان پر وضعیت بحثونو ته متمرکزه وه، دا خبره وکړه.

هغې وویل: "موږ د بشري مرستو لپاره د بودیجې کموالي ته سخته اندېښنه لرو. د افغانستان د بشري اقدام پروګرام تر تېرې اوونۍ ۸۷۲ میلیون ډالره ترلاسه کړل چې دا د ۳ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۸ فیصده ده. د بودیجې د کموالي له کبله ګڼ پروګرامونه درېدلي، سخت ژمی راروان دی او د ډېرو ژوند په خطر کې دی. دا په دې معنی ده چې هغه ۱۵ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان چې اوس د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي، ممکن په راروانو میاشتو کې د قحطۍ خوا ته لاړ شي."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ګڼو بنسټونو ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو ډېر پروګرامونه د بودیجې د نشتوالي او کموالي له کبله محدود کړي دي.

ویل شوي، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.