اردوغان: د اسراییل صدراعظم ښايي په اکټوبر یا نومبر کې ترکیې ته سفر وکړي

اردوغان او نتنیاهو د لومړي ځل لپاره تېره اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مخامخ سره وکتل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ښايي په راروانه اکټوبر یا هم نومبر میاشت کې ترکیې ته سفر وکړي.

پرون سې شنبه په دې باب د راپورونو تر خپرېدو وروسته اردوغان وویل، دی به هم اسراییل ته متقابل سفر کوي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، اردوغان او نتنیاهو د لومړي ځل لپاره تېره اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مخامخ سره وکتل.

دا کتنه داسې وخت شوې، چې دواړه سیمه‌ییز قدرتونه هڅه کوي، خپلې هغه اړیکې بېرته ورغوي چې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو تر عمومي غونډې وروسته وویل، اسراییل او ترکیه به ډېر ژر د انرژۍ د استخراج په برخه کې ګامونه واخلي.