په خیبرپښتونخوا کې د افراطي وسله‌والو پر یوه پټنځای عملیات شوي

ارشیف: خیبرپښتونخوا کې د عملیاتو یو انځور

د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو خبر ورکوي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دا نښته پرون د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د وسله‌والو پر یوه مرکز وشوه او په پایله کې دواړو خواوو نښته وکړه.

پوځ وايي چې په دې نښته کې د وسله‌والو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه مشکوک تروریستان ووژل شول.

پوځ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.