پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه؛ د یوناما مشرې پرې اندېښنه وښوده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مشرې روزا اوتونبایووا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث وکړ.

دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مشرې روزا اوتونبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

مېرمن اوتونبایووا په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو پر زده کړو پر لګېدلو محدودیتونو اندېښنه وښوده.

د یوناما مشرې که څه هم د مخدرو موادو د کښت د نسبي مخنیوي په څېر د یولړ مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، خو هغې وویل چې د دوی هڅې د طالبانو د هغو پنځوسو فرمانونو له کبله زیانمنې شوې چې هدف یې له ټولنیز ژوند او زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول دي.