د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: طالبانو د افغان ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې ضرره نه دی پریښی

طالبان او یو شمېر افغانې معترضې ښځې - ارشیف

ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې جوړیږي، د یوناما مشره روزا اوتونباییوا غړیو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

تمه ده، چې د دې غونډې ډیری بحثونه به په افغانستان کې د بشري حقونو پروضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د حقونو پر مسلې متمرکز وي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د دې غونډې په درشل کې ویلي، چې طالبانو د ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې ضرره ندی پریښی او هغوی ته یې هیڅ ازادي نده پریښې.

دې ادارې بیګا ناوخته په ایکس پاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو په افغانستان کې د صادرشویو فرمانونو، پریکړو او د لګول شویو محدودیتونو شمیرله پنځوسو اوړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبانو د ښځو په وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او هم یې پرنجونو او ښځو د پوهنتوني زده کړو بندیزلګولی دی.

همدارنګه پرښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ هغوی په ډیرو دولتي ادارو او نادولتي موسسو کې له کارکولو منع شوي دي.