د طالبانو حکومت: شپیته افغانان د پاکستان له بنده خوشې شول

د پاکستان له بنده خوشې شوي یو شمېر افغانان

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو پرون شپیته تنه افغان کډوال خلاص او وطن ته روان شوي دي.

دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل سید عبدالجبار د ازادي راډیو مشال څانګې ته کړې.

نوموړي ویلي:

" شپیته تنه محبوسین چې په دوی کې ماشومان هم شامل دي، د سند له مختلفو جېلونو څخه ازاد او وطن ته ستانه کړای شول. دا کار د کونسلګري په کوشش او لګښت باندې وشو. تر دې وړاندې هم مونږ ۲۶۱۰ کسان مونږ ازاد کړي او وطن ته مو استولي دي."

دا زندانیان داسې مهال خلاصیږي چې په سند کې د افغان کډوالو فعالان وایي پاکستاني پولیسو دغلته پر افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او تېرو دوو اونیو کې یې شاوخوا ۷ سوه کسان زنداني کړي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل تاییدوي چې تر نهو سوو زیات افغانان دا مهال هم د سند ایالت په بېلابېلو زندانونو کې دي.