اروپایي ټولنه د اذربایجان او ارمنستان د مذاکراتو کوربنه ده

د یو شمېر اروپایي هېوادونو بیرغونه

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې بروکسل به نن سه شنبه د دوو اوږدمهاله رقیبانو ازربایجان او ارمنستان د استازو کوربه وي.

د اروپا د شورا د مشر چارلز میشل ویاند ویلي چې د ښاغلي میشل لوړپوړی ډيپلوماتیک سلاکار به د بحثونو مشري کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو خبرو کې د ارمنستان او اذربایجان د ملي امنیت سلاکاران ګډون لري.

ویل شوي، چې په بحثونو کې به د فرانسې او جرمني د ملي امنیت سلاکاران او د جنوبي قفقاز لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی برخه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په زرګونو ارمنیانو د ناګورنو قره باغ له بېلتون غوښتونکې سیمې څخه د تېښتې په هدف ارمنستان ته تللې لارې تړلې دي.

له بلې خوا: په ارمنستان کې ناکرارۍ وروسته تر هغه زیاتې شوي چې ارمني ځواکونو په ناګورنو قره باغ کې د اذربايجاني ځواکونو په وړاندې ماته وخوړله.

په پلازمېنه یروان کې لسګونه مظاهره چیان وروسته له هغه ونیول شول، چې د صدراعظم نیکول پاشینیان د سیاستونو پر ضد یې سړکونه بند کړل.

د ارمنستان حکومت اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د مازدیګر تر پنځو بجو پورې لږ تر لږه ۶۶۵۰ پناه غوښتونکي دغه هېواد ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناګورنو قره باغ د غرنۍ سیمې مشرانو ویلي چې د تېلو پمپونه به هغو کسانو ته چې ارمنستان ته ځي وړیا تېل ورکوي.

ناګورنو قره باغ چې له لسیزو راهیسې لانجه لري، د اذربایجان په خاوره کې موقعیت لري، خو اکثریت اوسېدونکي یې ارمنیان دي.